امنیت

په ننګرهار کې یو ځانمرګی بریدګر ونیول شو

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
د ننګرهار په پچیر آګام ولسوالۍ کې د خالد په نوم یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو مخکې ونیول شو.
ځايي چارواکي وايي چې نیول شوی ځانمرګی بریدګر د وسله والو طالبانو قومندان زرقاوي پر افغان امنیتي ځواکونو برید ته چمتو کړی و، خو هدف ته له رسېدو مخکې ملي امنیت نیولی دی.
نیول شوي بریدګر پر خپل جرم اعتراف کړی او په ملي امنيت رياست کې تر نورو څېړنو لاندې دی.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته