کابل، د غوايي ۹مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سبا ته د نړیوالو ادارو په ملاتړ د ۲۰۲۴ ز کال لپاره د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ دغه کمپاین چې په ټول هېواد کې پلی کېږي په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱۰.۷۲ میلیونه له پنځو کلونو د کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې دا کمپاین به دروان ۲۰۲۴ ز کال د اپرېل له ۲۹ څخه د می میاشتی تر ۲مې نېټې پورې دوام وکړي خو د وروستیو اورښتونو او سړې هوا له کبله به دغه کمپاین په غور دایكندي او بامیان ولایتونو کې څه وخت وروسته پلی شي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د دې کمپاین په ترڅ کې به له ۶ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ويټامین (اې) هم ورکړل شي چې د هغوی د سترګو، پوستکي او معافیت سیستم په روغ ساتلو کې مرسته کوي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه له دیني عالمانو او قومي مخورو څخه د دغه کمپیان د ښه تطبیق کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.