خبرونهښوونه او روزنه

فاریاب کې د یوه ښوونځي د رغولو چارې پيل شوې

کابل، د وري ۱۱ مه، باختر

د فاریاب په چهلګزي ولسوالۍ کې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د رغولو چارې پيل شوې.

د باخترآژانس د خبرله مخې، د فاریاب د چهلګزي ولسوالۍ په تګاب ایرک سیمه کې د یوه ښوونځي لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره د محمد قیس ارغند یوال خیریه بنسټ له لوري د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوشمېر دولتي چارواکو په شتون کېښودل شوه.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ښوونځي ځمکه د سیمې د خلکو له لوري په وړیا توګه د فاریاب پوهنې ته ورکړل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته