خبرونهټولنهروغتیا

د اسلامي امارت په راتګ سره لوګر کې روغتیایي چوپړتیاوې ښې شوي

کابل، د غوايی ۹ مه، باختر

د لوګر اوسېدونکي وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په دغه ولایت کې روغتیایي چوپړتیاوې ښې شوې دي.

دوی په دغې برخه کې د حکومت لاډېره پاملرنه غواړي.

ورته وخت کې د لوګر د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو مسؤل ډاکټر فهیم الله لودین وایي، چې اوس مهال د لوګر په کچه د ٣ خصوصي روغتیایي مرکزونو په ګډون ټولټال د ۹۶ روغتیایي مرکزونو او  کلینیکونو له لارې د دې ولایت اوسېدونکو ته صحي چوپړتیاوې وړاندې کیږي، چې د دغو یو شمېر صحي مراکزو لګښت د عامې روغتیا وزارت او یو شمېر نور یې بیا د همکارو موسسو لکه ایمرجنسي (IRC,ORCD,ARCS, CAF) له لوري ورکول کیږي.

دغه راز لودین په ولایتي روغتون کې د ځای کموالی، د ناروغانو زیاتوالی او د روغتیایي کارکوونکو د کمښت ستونزو ته په اشارې وویل، چې دغه موضوع یې د حل په موخه له وزارت سره شریکه کړې او نږدې راتلونکي کې به حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د نړېوالو روغتیایي موسسو په مالي لګښت لوګر کې د شاوخوا څلور سوه زره ډالرو په لګښت دوه روغیتایي مرکزونه هم تر رغولو وروسته پرانیستل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته