خبرونهTOPښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د البيروني پوهنتون د رغنيزو او علمي چارو ارزونه وکړه

کابل، د غوايي ۹مه، باختر
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شيخ نداء محمد نديم کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو فراغتغونډه او علمي شورا کې ګډون وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې د البیروني پوهنتون په علمي شورا کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي او استادانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته د پوهنتون د لاسته راوړنو، فعالیتونو او ستونزو په اړه مالومات ورکړل.
په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د البیروني پوهنتون د مسؤلینو فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د نیمه کاره پروژو د تکمیل، د لابراتوارونو تجهیز، کتابتون غني کولو او نورو ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
نوموړي د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي ۱۶مې دورې د ۷۵ ډاکټرانو په فراغتغونډه کې ګډون وکړ.
هغه همدارنګه له فارغو شویو ډاکټرانو څخه غوښتنه وکړه، چې ماسټري او دوکتورا وکړي، د هېواد طبي برخه په پښو ودروي او د خپل مسلک له لارې په اخلاص، تواضع او ښو اخلاقو سره خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده چې البیروني پوهنتون اوسمهال ۹ پوهنځي لري، چې ۴۵۰۰ محصلین په کې په زده کړو بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته