خبرونهامنیت

په ۷ ولایتونو کې ۳۱ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوې دي

کابل، د غوایي ۸مه، باختر 

کورنیو چارو وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې په نیمروز، بلخ، سمنګان ، کندز، سرپل، خوست، او ننګرهار ولایتونو کې ۳۱ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۳۱ کسانو له ډلې، نیمروز کې ۹ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، بلخ  کې ۶ تنه د اخلاقي فساد، سمنګان کې ۵ تنه د جوارګرۍ، او خوست، کندز، بلخ، سرپل او ننګرهار ولایتونو کې  ۱۱ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

باید وویل شي چې د اسلامي امارت په راتګ سره امنیتي ځواکونو د امنیت د ټینګښت لپاره ګړندۍ هڅې پیل کړې چې ورسره نه یوازې امنیت ټینګ شوی بلکې د جنايي جرمونو په کچه کې هم کموالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته