خبرونهنړۍ

روسیه کې ټاکنې؛ ۷۱ کلن پوتین بریالی ښکاري

نړۍ، د کب ۲۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

روسیه کې ولسمشریزې ټاکنې، چې پرون جمعه پیل شوې او تر سبا یک شنبې پورې به دوام وکړي او تر دا مهاله په کې یواځې ۳۱ سلنه روسانو خپله رایه کارولې، لومړنۍ پایلې یې ښيي، چې اوسنی ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر ټولو مخکښ دی او غوڅ احتمال دا دی، چې نوموړی بیا ځلې د روسیې ولسمشر شي.

د یادونې وړ ده، هغو سیمو کې هم ولسشمریزې ټاکنې روانې دي، چې په تېرو دوه کلونو کې له اوکراین څخه نیول شوې او روسیې فدراسیون پورې تړل شوې دي.

که په روانو ټاکنو کې د پوتین بریا قطعي شي، نو نوموړی به د پنځم ځل لپاره تر ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې د کرېملېن ماڼۍ واک له ځان سره ولري او دې سره به د درې لسیزو لپاره د روسیې واکمن پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته