سیاستخبرونهTOP

د سترې محکمې لوړ رتبه پلاوي د محاکمو د چارو د ښه والي او اړتیاوو معلومولو په موخه ۸ ولايتونو ته سفر وکړ

کابل، د غوايي ۹مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د قضائي مرستيال شیخ محمد قاسم راسخ په مشرۍ یوه لوړ رتبه پلاوي د محاکمو د قضائي او اداري چارو د ښه والي او ولایتي محاکمو د اړتیاوو معلومولو په موخه د هېواد ۸ ولایتونو (فاریاب، سرپل، جوزجان، مزارشریف، سمنګان، بغلان، تخار او کندوز) ته سفر وکړ.
یاد پلاوي هر ولایت ته د سفر پر مهال د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له ټولو مسؤولینو او قضائي غړو سره وکتل او له هغوی یې غوښتنه وکړه، چې په اړوند ولایت کې د محاکمو د قضائي او ادارو چارو پر وړاندې شته ستونزې او حل لارې ورسره شریکې کړي.
دغه راز د سترې محکمې یاد قضائي پلاوي د مسلکي او وړ کسانو د ظرفیت معلومولو په موخه د ولایتي محاکمو د قضائي غړو ارزونه وکړه.
په دې سربېره د سترې محکمې پلاوي د هېوادوالو او مراجعینو د غوښتنې مطابق په محاکمو کې د فیصلو د ځنډ لاملونه معلوم کړل او د اړوند محاکمو مسؤولینو ته یې په ټاکلي وخت دوسیو ته د رسېدنې په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د قضائي پلاوي دغه ۱۰ ورځنی سفر د روان هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۶مه نېټه پیل او د همدې میاشتې په ۱۵مه نېټه پای ته ورسېد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته