نړۍ، د وري ۱۱مه، بهرنۍ رسنۍ
د مالیزیا پولیسو د پلازمېنې کولالمپور په یوه هوټل کې یو وسله وال کس نیولی، چې ګومان کېږي د اسرایلو جاسوس دی.
مالیزیا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د فلسطین قوي ملاتړ کوي او له اسراییلو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري.
دغه راز مالیزیا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې خلک یې وخت ناوخت د فلسطین په ملاتړ لارو او کوڅو ته راوځي او لاریونونه ترسره کوي.
د مالیزیا ترڅنګ د نړۍ په نورو ګڼو هېوادونو کې هم د فلسطین په ملاتړ لاریونونه روان دي، خو اسرایل او ملګري هېوادونه یې جګړې او د ملکي فلسطیني وګړو وژلو ته دوام ورکوي.