کابل باختر دوږي ديرشمه :
په لوګر ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره د وسله والو طالبانو په نښته کې د ښوونځي يو زده کوونکى شهيد شو .
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب د باخترآژانس خبريال ته وويل: د مولانا يعقوب چرخي ليسې د دريم ټولګي زده کوونکى سميع الله پرون د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت شهيد شو چې يوه ګولۍ د هغه په زړه ولګيده.
عرب زياته کړه: تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده شوې چې دغه ګولۍ د کوم لوري وه او په دې برخه کې تحقيقات پيل شوي دي .
3 د یوې دقیقې څخه لږ