خبرونهاقتصادټولنه

بامیانو کې د کمیابه مرغانو د ښکار په تړاو ۵ تنه نیول شوي

کابل، د غوایی ۹ مه، باختر

د بامیانو امنیتي مسوولینو د یاد ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د کمیابه مرغانو د ښکار په تړاو د ۵ تنو د نیولو خبر ورکړی دی.

د بامیانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خواني رسا د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې امنیتی منسوبینو هغه ۵ تنه نیولي، چې د کمیابه مرغانو د ښکار لپاره شیبر ولسوالۍ ته تللي وو.

د نوموړي په وینا له نیول شویو کسانو څخه یوه چره یي ټوپک او څو ښکار شوي مرغان هم ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري په ټول هېواد کې د کمیابه مرغانو او وحشي ژویو پر ښکار بندیز لګول شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته