خبرونهټولنه

ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

کابل، د غوايی ۹ مه، باختر

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د یاد ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د سېلابونو له امله خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۶ زره ۵۲۵ جریبه د غنمو، سبو او هندواڼو فصلونه، لسګونه جریبه بڼونه، سلګونه څاروي، ۸۳ بندونه، ۸۲ ویالې او نږدې ۱۴ زره متره کانالونه له منځه تللي دي.

عبدالستار محمد ویلي، چې په ننګرهار کې۳۰ د شاتو مچیو صندوقونه او یو زرو ۳۴ غواګانې، وزې او پسونه هم له منځه تللې دي.

نوموړي له بهرنیو او کورنیو مرستندویو موسسو څخه وغوښتل، چې د یادې طبیعي پېښې د زیانمنو شویو کسانو د لاسنیوي په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته