خبرونهامنیت

پروان کې یو شمېر مهمات نیول شوي

کابل، د غوايی ٨مه، باختر
د پروان امنیتي منسوبینو د یولړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې په جبل السراج ولسوالۍ کې یو شمېر مهمات تر لاسه کړي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ وياند فضل رحیم مسکینیار د باخترآژانس خبریال ته ویلي ، چې په نیول شویو مهماتو کې ١٥ د هاوان, یوه د هشتادو، یوه د راکټ مرمۍ، ٣ نارنجک او ٢ د ټانګ ضد ماینونه شامل دي، چې د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې کشف او ضبط شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د یادې قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته