سیاستخبرونهاقتصادTOP

ملا برادر آخوند: اسلامي امارت په ټول توان د پاشدان بند پروژې بشپړولو ته ژمن دی

کابل، د غويي ۹مه، باختر
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن په هرات کې د پاشدان بند د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه.
باختر آژانس ته د اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د هرات والي شیخ مولانا نور احمد اسلام‌جار، د دغه ولایت علماء کرامو، ملي سوداګرو، پانګه والو او یوشمېر امارتي مسئولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د تېرو دوو لسیزو پر مهال د هېواد اشغال، جګړې، سیاسي او اقتصادي بې ثباتي او اقلیمي بدلون له امله اوښتي زیانونه هغه لاملونه یاد کړي چې له امله یې افغانستان له ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.
هغه ويلي چې اسلامي امارت د هېواد د خودکفايۍ، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو ترڅنګ؛ د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ او د عمل نیت لري چې په دې برخه کې یې کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته د پانګونې ښه زمینه برابره کړې ده.
ملا عبدالغني برادر آخوند زياته کړې چې اسلامي امارت د هېواد په کچه د ټولو هغو بندونو ارزونه ترسره کړې چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو.
ملا برادر څرګنده کړې چې د یادو بندونو د پاتې چارو بشپړولو لپاره هر اړخیز کاري پلانونه جوړ شوي چې له مخې یې د ډېرو بندونو عملي چارې پیل شوې دي چې له جملې یې یو هم د پاشدان بند دی، چې نن یې په عملي توګه کار پيل شو.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د پاشدان بند پروژه، د هرات لپاره مهمه او حیاتي پروژه بللې او د هرات ولسونو ته یې ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت په ټول توان د یادې پروژې بشپړولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې په وخت او ښه کیفیت سره یې کارونه بشپړ کړي.
هغه دغه راز، د هېواد د آزادۍ لپاره د هرات ولسونو د قربانیو قدرداني کړې او ویلي يې دي چې اسلامي امارت به ټولې هغه پروژې پيل کړي، چې د دوی اقتصادي ستونزې پرې حل کېدای شي.
د يادونې وړ ده چې د پاشدان بند پروژې چارو په بشپړېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي؛ شاوخوا ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبه به ذخیره او همدا رنګه ۱۳ زره هکټاره کرنيزه ځمکه به خړوبه او دوه مېګاواټه برېښنا به تولید شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته