خبرونهامنیت

په هلمند کې د نشه یي توکو د تولید ٣ کارخونې کشف او لمنځه یوړل شوې

کابل، د غوایی ۸ مه، باختر
د هلمند د امنیې قوماندانۍ مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ٣ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د امنیې قومندان ملا عزت الله حقاني د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د باغران ولسوالۍ په مايګان او دره سیمو کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو د تولید ٣ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې له یادو کارخونو ٨.٥ ټنه اومان، دوې ژرندې،٦٠ لیتره اېکسېل ډوله کيمياوي توکي، او د نشه يي توکو د جوړولو لپاره اړوند توکي لاسته راغلي و چې د مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.
ورته وخت کې د یاد ولایت واشیر ولسوالۍ اړوند د هرات_کندهار پر لویه لار امنیتي منسوبینو شاوخوا ۱۰۰ سل کیلو ګرامه ایف ډوله نشه يي توکي چې په فیلډر موټر کې ځای پر ځای شوي وو ترلاسه او په تړاو یې ٢ تنه هم نیول شوي دي
هېره دې نه وي چې نن په ورته عملیاتو کې د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې د نشه یي توکو یوه بله کارخونه هم له منځه وړل شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته