خبرونهنړۍ

۳۴ زره شهیدان؛ ۲۴ زره یې ښځې او ماشومان دي

نړۍ، د غوايي ۹مه، بهرنۍ رسنۍ

د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، د جګړې په تېرو ۲۰۵ ورځو کې د صهیونستي پوځيانو په هوایي، ځمکنیو او سمندري بریدونو کې د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ۳۴ زره ۴۵۴ ته او د ټپیانو شمېر ۷۷ زره ۵۷۵ تنو ته رسېدلی دی.

شهیدانو کې ۱۴ زره ۵۰۰ یې ماشومان او ۹ زره ۵۰۰ یې ښځې دي.

د اسرایلو له لوري د ملکي وګړو وژنه لاهم روانه ده او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو له امله ۶۶ کسان شهیدان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ باور دا دی، چې ممکن زرګونه نور کسان د ویجاړیو شویو ودانیو لاندې شوي وي، چې لا یې برخلیک او شمېر نه دی معلوم.

جګړې تر یو نیم میلیون زیات کسان بې ځایه کړي، چې اوس مهال له سختې لوږې او مرګونې حالت سره مخ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته