کابل، د غويي ۹مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د هرات د والي شیخ مولانا نوراحمد اسلامجار او یو شمېر سوداګرو له لوري، د ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره د «افغان مډېسن» د درمل جوړولو فابریکه نن په هرات کې پرانیستل شوه.
د درمل جوړولو د دغې فابریکې د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ د دغې فابریکې په پرانیستلو سره، ۳۵۰ کسانو ته په مستقیم او شاوخوا دوه زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
ویل شوي چې په دې فابریکه کې ګولۍ، شربت، پوډر ،کپسول او نور درملیز اقلام تولیدېږي.
29 د یوې دقیقې څخه لږ