کابل، د غوايي ۹مه، باختر
ملي دفاع وزارت په ۲۱۵ عزم قول اردو کې د ۱۶ عرادې وسایطو د ترمیم او ګتې اخیستنې ته یې د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند هلمند ولایت د دويمې پلې لوا په ورکشاپونو کې ۱۶ عرادې بېلابېل ډول وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په ترمیم شویو وسایطو کې ۱۰ هاموې ټانګونه، ۳ انټرنیشنل موټر او ۳ امبولانسونه شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت تخنیکي ټیمونو د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ وروسته تر دې دمه زرګونه نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.