کابل، د غوايي ۹مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت نړیوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې د لارموندنې مبارکې وویله.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اکس پاڼه د فوټسال د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لارموندنې مبارکې ویلې ده.
د یادونې وړ ده، چې افغان فوټسال ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام سیالیو پۀ وروستۍ پلې اف کې قرغیزستان ته د ۵/۳ ګولونو پۀ توپیر ماتې ورکړه او نړیوال جام ته یې لار وموندله.