امنیت

په ننګرهار کې څه دپاسه ۱۳ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د نهمې ناحيې سرخديوال سيمه کې څه د پاسه ۱۳ ټنه ترلاسه شوي نشه يي توکي وسوځول شول.
ځايي چاروکي وايي چې دغه نشه يي توکي په ۱۳۹۸، ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو کې ترلاسه شوي وو چې نن وسوځول شول.
د ننګرهار د والي مرستیاله حبیبه کاکړ وايي چې بېلابېلو قضيو کې ترلاسه شویو ۱۳ ټنو نشه يي توکو کې هيرويين، مت اميتامين، اپين، چرس، بنګ، الکولي مشروبات، کيمياوي مواد او نور توکي شامل و چې وسوځول شول.
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت د دفتر ریيس سمونوال فريدون حيدري وايي چې د ترلاسه شویو نشه يي توکو سره ۴۵ موټر ، ۱۸ وسلې او ۲۲۰ تنه هم ترلاسه شوي دي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته