کابل باختر د تلې لومړي :
نهه تنه په ننګرهار ولايت کې دبيلابيلو جنايي جرمونو په اړوند ونيول شول .
دغه کسان په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دځانګړو عملياتو په بهير کې او دننګرهار ولايت په بيلابيلو سيمو کې دپوځيانو دپلټنو په بهير کې نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو د انسان وژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ده وويل چې دغه کسان ددغه ختيځ ولايت په بيلابيلو سيمو کې دپوځيانو دعملياتو او دپلټنو په بهير کې نيول شوي دي . ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ