سیاست

دوزيرانوشورا نوبتي غونډه دحامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس  حامدکرزي  په مشرۍ دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست دارګ د ګلخاني په ماڼۍ کې جوړه شوه .
دچارو داداري اودوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبرورکړ.
په پيل کې د وزيرانو شورا  دمحرم الحرام  دلسمې  دعاشورا دورځې درارسيدو له امله ټول مسلمان ملت اوماتم لرونکو ته دډاډګيرنې مراتب څرگندکړل  او دکورنيو چارو  اودملي دفاع  وزارتونو  ، دملي  امنيت لوي رياست او موظف  کميسيون ته دنده وسپارله چې په لا ښه توګه دعاشورا دمراسمو دپرځاى کولو په لاره کې خاص امنيتي تدبيرونه ونيسي  اوعملي يي کړي . اودخپلو اجرااتو دنتيجو په باب دې  ورځ په ورځ  دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي.
وروسته داندونيزيا او هندوستان هيوادونو ته دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوررييس دسفر رپوټ دبهرنيو چارو دوزير له خوا  غونډي ته وړاندې شو او زياته يې کړه  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس ديو جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ دروان کال دلړم دمياشتي په اتلسمه نيټه  دپنجشنبې په ورځ دبالي ددموکراسي  په پنځمه غونډه کې دګډون په مقصد اندونيزيا ته سفر وکړ.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دبالي ددموکراسي  په پنځمه غونډه کې  دوينا په ترڅ کې  داندونيزيا دجمهوررييس دميلمه پالنې له امله دمننې په څرگندولو سره د دموکراسي په برخه کې دهيواد وروستۍ برياليتوبونه مثبت وبلل  او  په هيواد کې نتيجې يې آن   له هيلو څخه بهر وبللي  اوزياته يې کړه ، دموکراسي هغه وخت  کولاي شي برياليتوب ته ورسيږي چې ديو هيواد  اودهغه دخلکو  له دودونو او ارزښتونو سره  سمون ولري . موږ ديو نړيوال دموکراتيک نظم غوښتنه کوو او هيله لرو چې موږ ټول يوځاى په دې تګلوري کې پرمخ لاړ شو.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس داندونيزيا له جمهوررييس سره دجلاجلا کتنو په ترڅ کې  ، په سياسي ، فرهنګي اوتجارتي ساحو کې په دوه  اړخيز وهمکاريو باندې ټينګار وکړ او ددواړو هيوادونو دمشرانو په شتون  يو لړ موافقه ليکونه لاسليک شول .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  دهندوستان د حکومت په بلنه  ديو رسمي سفر په ترڅ کې دروان کال  دلړم دمياشتي په نولسمه نيټه دغه هيواد ته سفر وکړاودهند له  جګپوړو مقاماتوسره يې وکتل چې په دغو  کتنوکې د هيواد او دسيمې حالات ، دسولې بهير. دتروريزم پرخلاف دمبارزي او هراړخيزي همکاري ددواړو هيوادونو دمقاماتو دخبر وپه  مرکز کې و.
دغه راز  ددغه سفر په بهيرکې  ددواړو هيوادونو  دمشرانو په شتون  دکانونو ، دځوانانو دښوونې  او روزنې ، دپراختيايي مرستو دپروژو او دکېمياوي سرې په برخو کې  ددواړو هيوادونو داړوندو وزيرانو  له خوا  څلور تفاهم ليکونه لاسليلک شول .
ديادونې وړده  چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس    دهند دخپلواکې دغورځنګ ديوتن مشر ابوالکلام ددرناوي په مراسمو کې ګډون وکړ او يوه هراړخيزه وينا يې هم واوروله .
له اجنداسره سم دعدليې وزير دانتخاباتو دقانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه او زياته يې کړه چې دغه قانون  دافغانستان داساسي قانون د ٣٣ مادي  له حکم سره سم  او د  ٦١  ،  ٨٣ ،  ٨٤ ، ١٣٨  او ١٥٦ مادي  دحکمونو او دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوررييس    د ١٣٩١ کال  دزمري دمياشتې دپنځمې نيټې د ٤٥ ګڼه فرمان په پام کې نيولو سره په ديارلس فصلونو او ٧٢ مادو کې  برابرشوي دي  چې هدفونه يې  دآزادو  ، عمومي ،سراسري ، مستقيمو، عادلانه اودرڼو انتخاباتو تنظيم ، دانتخاباتي حوزو ټاکنه ، درايو ورکوونکو دشرايطو او اوصافو  ټاکل ،   دانتخاباتو څرنګوالې اودهغو دترسره کولو څرنګوالې  او دانتخاباتو له امله درامنځته شويو سرغړونو  اعتراضونو اوشکايتونو په څيړنې پوري داړوندو چارو تنظيم  دي.
دعدليې وزير په  مفصل ډول ددغه قانون  دمادو دڅرگندولو اوبيانولو په ترڅ کې   ددغه قانون په مادو پوري اړوند دمربوطو ارګانونو، مدني ټولنې  او دنورو قانون جوړونکو مراجعو په ګډون د جوړشوي ورکشاپ دشاملانو نظريې  په جلا جلا توګه  غونډې ته طرحه کړي .
دوزيرانو شورا ددغه قانون  په مادو له هر اړخيزو خبرو وروسته  ، داصلاحي طرحو او نظريو په پام کې نيولوسره ، دعدليې وزارت موظف کړ  چې ددغه قانون طرحه دې دغونډې له يادونې سره سم  بيا وڅيړي اودتصحيح شوي طرحه دې  دوزيرانو شورا په راتلوونکې غونډه کې  چې په همدي مقصد جوړيږي ، وړاندې کړي .
وروسته دافغانستان بانک لوي رييس دکابل بانک دتثبيت شويو منقولو اوغير منقولوشتمنيو په باب ددغه بانک دتصفيې داداري  وړانديز غونډې ته طرحه کړ .
دوزيرانوشورا  دجمهوري رياست دستراقتصادي سلاکار په مشرۍ  دماليې ، سوداګرۍ اوصنايعو ، اقتصاد ، دښار جوړولو دچارو ،ترانسپورت او هوايي چلند اودعدليې وزيران،دافغانستان بانک لوي رييس اودسوداګرۍ اوصنايعو دخونو رييس موظف کړل چې  دهيواد په دننه کې  دکابل بانک دتثبيت شويو جايدادونو بيه دې له اړوندو ارګانونوسره په تفاهم کې وټاکي  او دهغو دپلورنې ميکانيزم دې برابراوپه دې باب دپخواني غونډي دجوړيدو له نيټې څخه ديوې مياشتي په دننه کې دې دوزيرانو شورا ته وړاندې کړي .
دغونډي دکار په دوام دبدخشان  ولايت  سيمه ييزي ستونزي  ددغه ولايت دوالي  اودولايتي شورا درييس له خوا غونډي ته طرحه شوي .
دوزيرانو شورا  پوهنتون ته  دبدخشان دلوړو زده کړو دموسسې لوړول  تائيد کړل او دکورنيو چارو ، فوايد عامې ، عامې روغتيا ، انرژي او اوبو ، پوهنې  اودسوداګرۍ اوصنايعو وزيران يې موظف کړل  چې  دخپلو کاري برخو ستونزي   دمالي امکاناتو په محدوده کې  دبدخشان  له والي اودو لايتي شورا له رييس سره حل کړي او نور موارد دې  دراتلوونکو کلونو په خپل پلان کې منعکس کړي .
په همدي ترتيب دوزيرانوشورا ټول  دولتي ارګانونه په جدي توګه موظف کړل  چې  په خپلو  هغو بهرنيو سفرونو کې  چې    ددولت له بودجي څخه تمويليږي دکورنيو دولتي اوخصوصي هوايي شرکتونو په واسطه  سفر کړي.
په پاى کې دبهرنيو چارو دوزير له خوا درې مورده نړيوال تړونونه غونډي ته طرحه شول چې  دتائيد وړ وگرځيدل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته