
په ننګرهار ولايت کې اووه ويشت تنه وسله وال طالبان دناتو ځواکونو دهوايي او ځمکنيو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دخبرونو له مخې، دغه بريدونه تيره شپه دننګرهار ولايت دنازيانو په ولسوالۍ کې ترسره شوي دي .
ناتو په يوه خبرپاڼه کې ويلى دى چې دغه بريدونه دنازيانو په ولسوالۍ کې ددغو ځواکونو په ګزمي دطالبانو د بريد په ځواب کې ترسره شوي دي .
په خبرپاڼه کې دناتو دځواکونو اوملکي وګړو دسردزيان په باب څه نه دى ويل شوى .