نړۍ

عاجل خبر : په مزارشريف ښار کې دهند په قونسلګرۍ له يرغلګرو سره دپوځيانو نښته دوام لري .

کا بل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
په مزارشريف ښار کې دهندوستان په قونسلګرۍ  ديوې ډلې يرغلګرو بريد دوام لري او تراوسه پورې اووه تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي .
يوه ډله يرغلګر تيره شپه دمزارشريف ښار دپوليسو دڅلورمې حوزې په مربوطاتو کې يوه تش کورته ننوتل او له دغه ځاى څخه يې دهند په قونسلګرۍ په ډزولاس پورې کړ چې تراوسه پورې دوام لري .
دبلخ ولايت امنيه قوماندان سيد کمال سادات دباختراژانس خبريال ته وويل: اوس ديرغلګرو مهمات مخ په خلاصيدو دي او دهغوى له خوا خورې ورې  ډزې کيږي .
ده زياته کړه ،څرنګه چې  دپيښې ساحه داستوګنې ساحه ده او امنيتي ځواکونه په احتياط سره عمل کوي چې دملکي وګړو دمرګ ژوبلې مخه ونيول شي .
دبلخ دوالي وياند منير فرهاد وايي يرغلګر شپږ تنه دي چې دامنيتي ځواکونوله خوا کلابند شوي دي .
ويل کيږي چې دبلخ والي عطامحمد نور دپيښې په  هماغو لومړيوشيبو کې ساحې ته رسيدلى دى او دجګړې قومانده په غاړه لري .
ديادونې وړ ده چې تراوسه پورې په دې قونسلګرۍ  کې هندي کارکوونکو ته مرګ ژوبله نه دى اوښتى .
داپه داسې حال کې ده چې دسيمې اوسيدونکو شپه دويرې او ډار په فضا کې سبا کړې ده او اوس دې ته سترګې په لاره دي چې يرغلګر وځپل شي او په سيمه کې ارامي واکمنه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته