قلات باختر د زمري د مياشتې ۲ مه
د زابل ولايت په شاجوى ولسوالۍ کې يو تن طالب وسله وال د درې عدده غټو وسلو او يو موټر سره د دغه ولسوالۍ مسولينو ته تسليم شو.
د زابل د شاجوی ولسوال وزير محمد جوادي د دغه خبر په تائيدولو سره باختر اژانس ته وویل چې د دغه ولايت په ارغنداب ولسوالي کې اتو نورو وسله والو طالبانو هم غوښتل چې له دولت سره يو ځای شي خو د مشکلاتو د پیدا کېدو له امله دوی ونه شو کولای چې تسلیم شی.
0 د یوې دقیقې څخه لږ