امنیت

د کورنیو چارو وزارت د شمشاد ۲۰۲ زون دقوماندان له لورې د ننګرهار اود کاپیسا دولایتونو نوي ټاکل شوي امنیه قوماندانان اړوندو مسوولینواوپرسونل ته وروپېژندل شول

کابل باختر دکب لسمه
د کورنیو چارو وزارت د شمشاد ۲۰۲ زون دقوماندان له لورې د ننګرهار اود کاپیسا دولایتونو نوي ټاکل شوي امنیه قوماندانان اړوندو مسوولینواوپرسونل ته وروپېژندل شول.
دکورنيوچاروزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ
د ننګرهار او کاپیسا دولایتونو د امنیه قوماندانانو د پېژندلو په موخه  د ننګرهار او کاپیسا د واليانو، د ولسي جرګې داستازو، دولایتي شوراغړو، سپین ږیرو او قومي مشرانو په ګدون جلاجلاغونډی چی د ننګرهاراوکاپیساپه ولایتونوکی جوړی شوی وی، لومړی د شمشاد د ۲۰۲ زون قوماندان لوﺉ پاسوال فضل الدین عیار په خپلو خبرو کې د پخوانیوقوماندانانو کړنې او خدمتونه وستایل او زیاته یې کړه دا چې په دندو کې بدلونونه او ټاکنې خورا اړینې دي نو د کورنیو چارو وزارت په غوښتنه او د جمهوري ریاست په منظورۍ پاسوال محمدشریف د ننګرهارولايت دامنیه قوماندان او جنرال خواجه فقیر احمد د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي. هیله مند یم چې د خپلو شته تجربو له مخې به د امنیت د لا ښه ټینګښت او د قانون په پلي کولو کې د لا نورو کوټلو ګامونو په پورته کولو سره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي.
وروسته د ننګرهار او دکاپیسا ولایتونو امنیه قوماندانانو په ژمنې سره وویل دا چې د کورنیو چارو وزارت له لورې موږ ته دا درنه او له مسولیته ډکه دنده راسپارل شوې ده نو موږ به د خپلو ټولو شته تجربو او د ولسونو په ګدو هلو ځلو سره په امنیتي چارو کې د لا نورو مثبتو بدلونونو په راوستلو کې خپل کارونه لا نور ګړندي کړو ترڅو خپلو مثبتو پایلو ته ورسیږو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته