امنیت

په بغلان کې درې تنه د غلا په شک ونيول شول

کابل / د ليندۍ١٣مه / باختر
د بغلان د ملي امنيت رياست منسوبینو نن درې تنه په دغه ولايت کې د وسله والې غلا په شک ونيول.
د بغلان د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوي خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي چې د دغه رياست منسوبینو دغه کسان د یاد ولايت د شمالي سالنګ له مربوطاتو څخه نيولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې نيول شويو کسانو غوښتل د يو کرولا موټرچلوونکى چې له کابل څخه د بلخ په لور روان و، په دې لويه لاره کې وونیسي او موټر يې غلا کړي.
د بغلان د ولايت مقام سرپرست ذبيح الله احساس د ملي امنيت منسوبینو په موقع سره د دغه اقدام له امله مننه وکړه او د خلکو د ښه امنيت پر تامينولو يې ټينګار وکړ.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته