نړۍ

پوتين داوکراين په ختيځ کې دخپلواکي دټولپوښتنې دځنډولو غوښتنه وکړه .

مسکو  باختر د ثور اتلسمه :
  دروسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين داوکراين په ختيځ کې دروسيې پلويو بليتون غوښتونکو  څخه غوښتي دي چې له اوکراين  څخه دخپلواکي دترلاسه کولو لپاره دټولپوښتنې ترسره کول دى وځنډوي .
پوتين دغه خبرې  په مسکو کې دسويس له جمهور رييس او داروپا دامنيت اوهمکارۍ دسازمان له اوسني رييس ديديه بور کالترسره له کتنې وروسته وکړې .
دروسيې جمهور رييس زياته کړه چې هيواد به يې داوکراين له پولي څخه خپل ځواکونه په شاکړي . 
پوتين وويل موږ داوکراين دجنوب ختيځ له استازو څخه غواړو چې دخبرو لپاره دلازمو شرايطو دبرابرولو په مقصد دې دثور ديوويشتمې نيټې طرحه شوې ټولپوښتنه وځنډوي  ولاديمير پوتين دغه راز داوکراين له اردو څخه غوښتنه وکړه چې  داوکراين په ختيځ کې دروسي پلو ځواکونو پرخلاف  خپل عمليات بند کړي .
دروسيې جمهور رييس داوکراين دجمهوري رياست انتخابات چې دغبرګولي دمياشتې په څلورمه نيټه په سم تګلوري کې يوګام وباله خو ويې ويل  په هغه صورت کې چې دټولو اتباعو حقوق رعايت نه شي انتخابات به مانا ونه لري .
اوکراين په روسيې باندې دبيلتون غوښتونکو  په پلويو تور لګوي خو روسيه دغه تورونه ردوي .
دپوتين ددغې غوښتنې په غبرګون کې  داوکراين دونتسک  په ښار کې دروسي پلوو بيلتون غوښتونکو ويلي دي چې دغه غوښتنه به په خپله نننۍ  غونډه کې وڅيړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته