کابل باختر دکب درې ويشتمه :
اته تنه وسله وال طالبان نن په قندهار ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه دديورنډ کرښې ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دديورنډ له کرښې څخه په رااوښتو سره دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې اته تنه يرغلګر ووژل شول .
ده وويل چې دغو يرغلګرو دديورنډ له کرښې څخه په را اوښتو سره دافغان پوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم- عطاالله _اکرم