سیاست

دبهرنيو چارو وزير : دامنيتي همکاريو په باب خبري به څو مياشتي دوام ومومي .

کابل باختر دمرغومي شپږويشتمه
دبهرنيو چارو وزير وايي دامريکاله متحده ايالاتو سره دامنيتي همکاري دسند په باب خبري به زيات وخت ونيسي .
دباختر اژانس دخبرله مخې دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول چې نن يې دملي دفاع له وزير ستر جنرال بسم الله محمدي ، دماليې له وزير ډاکتر عمر زاخيلوال او دسولې دعالي شورا ددارالانشا له رييس محمد معصوم ستانکزي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې خبري کولي دامريکا متحده  ايالاتو ته  دحامدکرزي په مشرۍ دجګپوړي دولتي هيئت دسفر د نتيجو په باب  معلومات وړاندې کړل .
ډاکتر زلمي رسول دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي همکاري دسند دلاسليک په اړوند وويل چې تراوسه پوري ددواړو هيوادونو ترمنځ دامنيتي همکاريو دڅرنګوالې په باب دخبرو دوه پړاونه ترسره شوي دي خو دخبرو بهير زيات وخت ته اړتيا لري او دغه خبرې به څو مياشتي دوام وکړي .
  دبهرنيو چار و دوزير څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې امريکاييان  دامنيتي همکاريو په باب دخبرو تر څنګ هغو امريکايي پوځيانو ته دقضايي مصوونيت د ترلاسه کولو غوښتنه کوي چې د ٢٠١٤ کال وروسته دهغوى دشتون احتمال متصور دي خو د بهرنيو چارو وزير وايي چې تراوسه پوري ددغو خبرونو دوه پړاونه تر سره شوي دي او هدف ته درسيدو په مقصد څو مياشتو خبرو ته  اړتيا ده
له بلې خوا دملي دفاع  وزير ستر جنرال بسم الله محمدي چې امريکا ته په سفر کې يې دحامدکرزي ملګرتيا کوله ددفاعي او امنيتي مسئلو په اړوند له  امريکايي لوري سره دافغاني هيئت دموافقې دجزئياتو په باب څرګندونې وکړي
په سي- ١٣٠ الوتکو او په شلو نورو هليلکوترونو دهيواد دهوايي پوځ سمبالول ، له استخباراتي او کشفي مرکزونوسره همکاري ، له  ٢٠١٤کال وروسته دافغان امنيتي ځواکونو روزنه ، افغان دفاعي ځواکونو ته ددرندو وسلو سپارل ، دماينونو په شنډولو کې د افغانانو روزنه او افغاني لورې ته دبګرام دجيل دمسووليت سپارل هغه موادو چې په دفاعي او امنيتي برخو کې دامريکا له لوري سره  موافقه وشوه .
دغه راز دماليې وزير ډاکتر عمر زاخيلوال ، داقتصادي مرستو په برخه کې دامريکا له لوري سره خبري ګټوري وبللي او ويې ويل چې له دې وروسته  دامريکا لورې  په افغانستان کې دخپلو مرستوپه سلو کي پنځوس دملي بودجي له لاري لګولي په داسې حال کې چې په تيرو وختونوکې دغه اندازه په سلوکې لسو ته رسيده .
دغه راز له دې وروسته به ټول قراردادونه او پروژې دافغاني مرکزونو له لاري اجرا شي .
دسولې دعالي شورا ددارالانشا رييس معصوم ستانکزي  هم په دې خبري کنفرانس کې وويل دسولې په بهير کې دافغانستان ملي واکمني په امريکا کې دافغاني هيئت  دخبرو يوه برخه وه .
په دغو خبرو کې ټينګار وشو چې دافغانستان په کليو کې دې جګړه پاى ته ورسول شي او دافغانانو تر رهبري لاندې دتروريزم  دځالو له منځه وړل ترسره شي . چې دافغانستان دخلکو ګټې وساتل شي .
ستانکزي  زياته کړه  دافغانستان دحکومت تر شرايطو لاندې دطالبانو له ډلې سره دخبرو په خاطر په قطر کې طالبانو ته ددفتر دجوړولو په باب موافقه وشوه او  دغه شرايط دافغانستان  داساسي قانون منل ، دافغانستان ددولت مشروعيت ، دافغانستان له  دولت سره خبرې او له القاعده شبکي سره دطالبانو د ډلې داړيکو بندول و .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته