فيض آباد/ باختر/ د زمري دمياشتې١٠:
نهه تنه وسله وال طالبان په بدخشان ولايت کې د نويو هوايي بريدونوله امله ووژل شول.
په دغوطالبانو تېره شپه د بدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د پوځيانو د عملياتو په بهيرکې د افغانستان د هوايي پوځ له خوابريد وشو .
د افغانستان په شمال کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د طالبانو پرخلاف پوځي عمليات يوه اوونۍ مخکې پيل شوي او دوام لري .
پوځي مقامات وايي چې د دغو عملياتو په بهيرکې تر اوسه پورې کابو پنځوس تنه ډار اچوونکي وژل شوي او څوکلي د دغو ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ