کابل، د غوایی ۱۵ مه، باختر
د نیمروز امنیتي مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د تېرې یوې اوونۍ په بهیر کې د جلا جلا ترافیکي پېښو له امله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زرنج- دلارام لویې لارې قوماندان ملا محمد حکمت د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په همدې لویه لاره کې د تېرې یوې اوونۍ په بهیر کې د بېلا بېلو ترافیکي پېښو له امله ۲ تنه مړه او ۲۳ نورټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یادو ترافیکي پېښو ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو پېښو لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.