خبرونهټولنهTOPروغتیا

د پلټنې عالي ادارې مسئولینو د روغتونونو ستونزې د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره شریکې کړې

کابل، د غويي ۱۵مه، باختر
د پلټنې عالي ادارې مسئولینو، د عامې روغتیا وزارت له سرپرست ډاکټر قلندر عباد سره په کتنه کې، په هېواد کې د روغتونونو شته ستونزې له هغه سره شریکې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس مولوي نور حیدر صدر او د دې ادارې یو شمېر نورو مسئولینو، د هېواد په روغتونونو کې موجوده ستونزې د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست هم، د موضوع اړوند خبرې کړي او د یادې ادارې مسئولینو ته یې په روغتونونو کې د موجوده ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته