خبرونهټولنه

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي

کابل، د غوايی ۱۵ مه، باختر

د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ۴ کسان مړه شوي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس الدین محمدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت د مرکز میمنې ښار په کته کم سیمه کې د یوه فولډر موټر د چپه کېدو له امله ۴ تنه مړه شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د پېښې جسدونه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته