خبرونهTOPټولنهروغتیا

د کابل په ۱۰۲ بستریز روغتون کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګه پرانیستل شوه

کابل، د غويي ۱۵مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت، د مرکز کابل په ۱۰۲ بستریز روغتون کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګې د پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې، د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني، په یاد روغتون کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګه پرانیستله او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو په تېره بیا د خوارځواکو ماشومانو د درملنې په برخه کې یې مهم ګام بللی دی.
هغه د یاد روغتون له کارکوونکو څخه غوښتي چې د نورو څانګو ترڅنګ؛ دې څانګې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ترڅو د ناروغانو معیاري درملنه وشي.
ویل شوي چې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګه، د روغتیا نړیوال سازمان په مالي لګښت جوړه شوې او ۲۰ بستره لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته