خبرونهامنیت

نیمروز کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور ۴ تنه نیول شوي

کابل، و غوایی ۱۱ مه، باختر

د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې ۴ تنه نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د یاد ولایت د دلارام ولسوالۍ امنیه قوماندان ملا محمد ابراهیم حاجي هېواد د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د یادې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو ۴ تنه د ۴ کیلوګرامه نشه يي توکو (ښيښې) د قاچاق په تور نیولي دي.

د نوموړي په وینا د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته