سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د له منځه تلو ګواښ؛ د غزې د برخلیک په اړه باید له احتیاط څخه ډکه پرېکړه وشي

کابل، د غوايي ۱۵ مه، باختر

تبصره

د اسرایلو د صهیونستي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وایي، چې د اوربند له روانو خبرو سره سره به پر رفح ښار برید وکړي.

نوموړي پر دغه ښار برید اړین بللی.

په ورته وخت کې د اسرایلو د اصلي ملاتړي هېواد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، چې حماس غورځنګ د اوربند او د غزې د خلکو ترمنځ مزاحم دی او نه پرېږدي، چې دغه پروسه بریالۍ شي.

د دې سربېره اسرایل، امریکا او ځینې نور هېوادونه او اړخونه بیا پر دې بحث او خبرې کوي، چې تر اوربند وروسته د غزې واک باید له چاسره وي.

اسرایلو ویلي وه، چې تر اوربند وروسته باید حماس غورځنګ له منځه ولاړ شي، د غزې ملکي قدرت له فلسطینیانو او پوځي هغه یې له اسرایلو سره وي.

خو حماس غورځنګ بیا داسې شرایط نه مني، چې پر اساس یې د نورو فلسطیني ځمکو او یا ټولې غزې اشغال ته لاره هورېږي.

تازه د مصر پلازمېنې قاهره کې د اوربند پر سره خبرې روانې دي او د دغو خبرو پر مهال باید داسې پرېکړې وشي، چې د فلسطینیانو او د غزې د قربانیانو ټول حقونه په کې خوندي شي.

دغو خبرو کې باید د حماس غورځنګ او د فلسطین د خلکو نور استازي ډېر محتاطانه عمل وکړي، ځکه ځینې هېوادونه غواړي، سیمه کې د خپلو ګټو لپاره غزه نوره هم اور ته ونیسي؛ هغه د چا خبره اوبه خړوي او کبان نیسي، نو فلسطینیان باید د داسې پرېکړو لکه د غزې پوځي واک اسرایلو ته سپارل او دغه راز د فلسطینیانو نورې ځمکې اشغالولو پر وړاندې ودرېږي او پرې نه ږدي، چې پر برخلیک یې معامله وشي.

فلسطینیان باید دا په پام کې ونیسي، چې تر دا مهاله یې شاوخوا سل زره کسان تلفات شهیدان او ټپیان ورکړي، نو دا قربانۍ باید هېرې نه کړي او تر وروستۍ سلګۍ په دواړو سیاسي او هم پوځي ډګرونو کې د صهیونستي رژیم مقابله وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته