خبرونهنړۍ

له غزې ملاتړ؛ مالیزیا کې د کې اېف سي شرکت له محصولاتو سره پرېکون اعلان شو

نړۍ، د غوايي ۱۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په مالیزیا کې د کې اېف سي شرکت د ځینو څانګو پر فعالیت د نامعلوم وخت لپاره بندیز لګېدلی دی.

مالیزیایي چارواکو ویلي، چې دغه ګام یې له فلسطینیانو څخه د ملاتړ لپاره د کې اېف سي شرکت او اسرایلي رژیم ترمنځ د اړیکو له امله اخیستل شوی دی.

کې اېف سي د تیارو خوړو نړیوال امریکایي شرکت دی او له اسرایلو سره نږدې اړیکې لري.

د دغه شرکت مواد په مالیزیا کې ګڼ مینوال لري.

وړمه ورځ ترکیې هم له اسرایلو سره اقتصادي اړیکې ودرولې او تر هغه وړاندې کولمبیا بیا له دغه رژیم سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته