خبرونهنړۍ

حوثي وسلوال، اسرایلي بندرونو ته پر تلونکو کیښتیو بریدونو ته دوام ورکوي

نړۍ، د غوايي ۱۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

یمن کې د حوثي وسلوالو عمومي ویاند یحیی سريع پرون جمعه په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې د خپل قلمرو اړوند سمندر کې به د اسرایلو او د دغه رژیم ته  پر تلونکو او راتلونکو کیښتیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

نوموړي غزه کې پر رفح ښار د اسرایلو احتمالي کېدونکو پراخو عملیاتو ته په اشارې خبرداری ورکړی، چې که دغه عملیات پیل شي، نو په مدیترانه، عرب او سور سمندر کې به د اسرایلو او یا هم اسرایلو ته تلونکې کیښتۍ به په نښه کړي.

سريع ویلي، چې غزه کې د وران ناورین تر پای ته رسېدو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

یمن کې حوثي وسلوال، چې ایراني رسنۍ یې د یمن پوځ بولي او نړۍ یې د یوې وسلوالې ډلې په توګه پېژني، نړیوالې رسنۍ او ځینې هېوادونه یې د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ډله بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته