کابل، د غوايي ۱۱مه، باختر
امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د شرابو د یوې کوچنۍ کارخونې د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ښار اړند د څلورمې امنیتي حوزو منسوبینو د دغه حوزې په مربوطاتو کې یاده کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې ۲۰۰ لیتره شراب هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په خپرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د دغې پېښې په تړاو دوه تنه تورن کسان هم نیول شوي، چې دوسیې به یې تر څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.