خبرونهامنیتTOP

امنيتي منسوبينو په کابل ښار کې په زياته اندازه ټابليټ k ګولۍ نيولې دي

کابل، د غوايي ۱۴مه، باختر
امنيتي سرچينو په پلازمېنه کابل ښار کې په زياته اندازه د ټابليټ k ګوليو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.
د کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت منسوبينو په کابل ښار کې ۱۱ زره ټابليټ k ګولۍ نيولې دي.
د سرچينې په خبره دغه اندازه ټابليټ k د يو لړ کشفي عملیاتو په پایله کې د ښار اړوند د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې نيول شوې دي.
په خبرپاڼه کې په دې تړاو نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته