امنیت

پر يوې ښځې د باميانو پوليسو پر دوو مقاماتو د جنسي تېري تور

کابل/ باختر/ د زمري ۲۳ مه
د باميانو پوليسو پر دوه مقامات پر يوې ښځې د جنسي تېري تور ولګول شو.
د باميانو پوليسو د قرارګاه او جلب او جذب د ټولي پر مسوولينو تور لګول شوى دى چې د نېکمرغه لوى اختر په دويمه ورځ يې پر يوې ښځې د ميلمستيا په پلمه جنسي تېرى کړى دى.
په ښکاره د باميانو پوليسو دغو دوو مقاماتو له هغه وروسته د تېښتې لاره غوره کړه چې دغې ښځې د هغوى پرخلاف شکايت وکړ.
د باميانو امنيه قوماندان جنرال صادق مرادي پر يوې ښځې د دغه ولايت د دوو امنيتي مقاماتو د جنسي تېري ادعا تاييد کړه.
هغه وويل چې د باميانو د امنيې قوماندانۍ د قرارګاه د تولي او جلب او جذب  مسوولين تښتېدلي دي او د هغوى د موندلو او نيولو لپاره هڅې دوام لري.
دغې ښځې له يو بل سړي څخه چې د دغه جنسي تېري لپاره يې زمينه برابره کړې ده؛ هم شکايت کړى دى.
د باميانو امنيه قوماندان وايي چې دغه ښځه اوس په امن کورکې ده او په دې برخه کې  څېړني دوام لري.
ختم- ف- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته