کابل، د غوايی ۱۵ مه، باختر
د غور ولایت په مرکز فیروز کوه سربېره په تیورې، دولینې او چهارسدې ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۵ شبکو د بیارغولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح الله غوثي زاده د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه شبکې په یادو ولسوالیو کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه ۶۴۱ زره ۶۷۴ افغانیو په لګښت رغول کېږي.
هغه زیاته کړې چې په یادو شبکو کې د سیمې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې ۲ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.