کابل، د غويي ۱۵مه، باختر
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، پرون (د جمعې په ورځ) د کابل – سروبي له «لته بند» سړک څخه لیدنه کړې ده.
په دغه سفر کې د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال سره، د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د کابل والي ملا امین الله عبید، د ننګرهار والي ملا محمد نعيم آخوند (حاجي ګل محمد) او یو شمېر نورو مسئولینو ملتیا کوله.
ویل شوي چې د ټولګټو وزارت په پلان کې لري د «لته بند» له لارې د کابل – سروبي سړک پاتې چارې په راتلونکي کې پیل کړي او په ټاکلې موده کې یې پای ته ورسوي.