خبرونهامنیتټولنه

نیمروز کې سل تنه روږدي راټول شول

کابل، د غوايی ۱۳ مه، باختر

د نیمروز امنیتي مسوولینو د یاد ولایت له مرکز زرنج ښار څخه په نشه يي توکو د ۱۰۰ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د نیمروز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا عبدالواسع ریحان د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان له مخې، د یاد ولایت له زرنج ښار څخه ۱۰۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول او د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د روږدو کسانو د درملنې کلینیک ته ولېږدول شول.

په ورته وخت کې د زرنج ښار اوسېدونکي وايي چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو راټولول یو ښه اقدام دی او د روږدو کسانو په راټولولو سره به د ښار نظم ښه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته