هرات د غبرګولي ۳۱ باختر
د هرات پولیسو پرون په دغه ولایت کې دوه تروریستان ونیول .
د هرات د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو اوعامه اړیکو آمریت سرپرست عتیق الله وثیق د باختراژنس خبریال ته وویل ؛ پولیسو دغه دوه تروریستان له هغه وروسته ونیول چې غوښتل د دغه ولایت د غوریانو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ په قرارګاه بريد وکړي .
دغه کسان پوليسو سره له وسله والې نښتې وروسته ونیول شول او له هغوى څخه یو کلاشنکوف هم ترلاسه شوی دی .
سعیده