سیاست

جمهور رئیس غني د فرانسې د بهرنیو چاروله وزیر سره وکتل

کابل/ باختر/ د لړم د مياشتې ٢٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان ایولو دریان سره په ارګ کې، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې د موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جمهور رئیس ته له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد او اروپایي ټولنې د همکاریو ډاډ ورکړ.
ده د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا دمتحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ د ملاتړ ترڅنګ وویل: د یادې ستراتیژۍ موخو ته د رسېدو لپاره موږ د سیمې او نړۍ په کچه هر اړخیزې همکارۍ ته تیار یوو.
جمهور رئیس غني د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د یاد هېواد د مرستو او همکارۍ قدرداني وکړه. هغه زیاته کړه، د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلام سره د سیمې په کچه مثبت بدلونونه راغلي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر ملاتړ وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې په دې برخه کې د افغانستان د حکومت کوښښونه د تېر په څېر په لوی لاسته راوړنو او د سولې او ثبات په تامین بدل شي. هغه زیاته کړه، په دې برخه کې د سیمې او نړۍ په کچه هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته