امنیت

افغان ځواکونو طالبان له فراه ښار څخه وشړل

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
امنيتي مسوولينو له وسله والو طالبانو څخه د فراه ښار د بېرته نيولو خبر ورکړ.
د فراه پوليسو وياند حضرتي اعلام وکړ چې افغان ځواکونو د فراه ولایت مقام ودانۍ بېرته نیولې ده، خو د فراه ښار په بېلابېلوسيمو کې جګړې لا هم دوام لري.
د حضرتي د څرګندونو له مخې؛ په دغو جګړو کې وسله والوطالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
د امنیتي او دفاعي بنسټونو عمومي وياند اجمل عمر شينواري وويل چې د فراه مرکز د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوى دى.
هغه د طالبانود تلفاتوپه اړه څه ونه ويل.
پرون خبر ورکړى شوی و چې د فراه مرکز په بشپړ ډول طالبانو نيولى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته