امنیت

په بادغیس کې د ماین په چاودنه کې یوماین ښخوونکي ووژل شو

 کابل /دزمری ۵مه/ باختر:
په بادغیس کې د ماین په چاودنه کې  یو وسله وال ‌طالب ووژل شو او شپږ  نور ټپیان شول.
  درارسیدلوخبرونوله مخې؛  یوې ډلې  وسله والو طالبانو  نن سهار غوښتل دآب  کمری ولسوالۍ  په عمومی  سړک کې ماینونه  ښخ کړی چې یوماین  وچاودید دوی ته یې مرګ ژوبله واړوله .
د هیواد په لویدیځ  کې  د ظفر قول اردو  د رسنیو  دفتر د یوې  خبرپاڼې  په خپرولو سره  ویلی دي چې  په دې چاودنه کې  یوماین  ښخوونکی طالب ووژل  شو او شپږ نورټپیان شول .
وسله والو طالبانو  تراوسه پورې په دې باب ځه نه دي ویلي .
ختم سعیده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته