امنیت

اته پنځوس طالبان په پکتيا کې ووژل شول

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
اته پنځوس وسله وال طالبان تېره شپه په پکتيا کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښتو او هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې پر دغو طالبانو د پکتيا د مرکز او د دغه ولایت د سيدکرم او احمد اباد ولسواليو په مربوطاتو کې بریدونه وشول.
په دغو جګړو او بریدونو کې ٢١ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوی دوه موټر، يو توغندي يو زيکو-يو او يوه اندازه مهمات هم ويجاړ شول.
شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته